د اسیايي پراختیا بانک له افغانستان سره د څلور سوه میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه، چې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا به لګول کېږي.
دغه بانک د وږي په ۲۹مه، د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تازه مرسته د زیانمتنو افغانانو د لاسنیوي او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې ټولې دغه پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې مصرف یې کړي.
اسیایي پراختیاي بانک ویلي، د دې مرستې له جملې څخه به سل میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي.
سرچینې زیاته کړې، د مرستې دوه سوه میلیونه ډالره یونېسف ته ورکول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم میلیونه ماشومانو ملاتړ پرې وکړي او پاتې سل میلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کېږي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي تر پایه له افغانانو سره د مرستې لپاره د یو میلیارد ډالره مرستو غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې په یوه خبرپاڼه کې له اسیایي پراختیاي بانک څخه ددې مرستې له امله مننه کړې ده.
Views: 21