پاکستاني رسنیو خبر ورکړې چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو په بریدونو کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او پنځه نور ټيیان دي.
د پاکستان «ARY» ټلوېزیون نن په یوه راپور کې ویلي چې تېره شپه د خیبر پښتونخوا په درېیو سیمو دیر، لاجبوک او پېښور کې د وسلهوالو په بریدونو کې پنځه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې لیکلي، وسلهوالو په دیر کې د پولیسو د ګزمې پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
په راپور کې دغه راز راغلي چې د دیر په لاجبوک سیمه او پېښور کې هم د پولیسو پر پوستو بریدونه شوي چې دوه پولیس پهکې وژل شوي او دوه نور تپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چنګاښ میاشتې په اوومه د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوه موټر چاودنه شوې وه چې ۱۳ پوځیان پهکې وژل شوي وو او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان وو.
Views: 6