د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلاماباد او واشنګټن له «ترهګرۍ سره د مبارزې» په اړه تازه خبرو اترو کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی خو خلک او شنونکی خپله پاکستان په ترهګري ترنوی چې د سیمې په نا امنۍ کې لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې اترې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د چارو موقت همغږيکوونکي ګریګوري ډي لوګرفو ترمنځ ترسره شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د ګواښونو، په ځانګړې توګه د بلوچستان برخې د ازادۍ پوځ، داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان له لوري د ګواښونو پر وړاندې پر اغېزناکو لارو چارو خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې هغوی د ملګرو ملتونو په ګډون په څو اړخیزو ټولنو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اغېزناکو او دوامدارو تګلارو پیدا کولو په موخه د نږدې همکارۍ لپاره خپله اراده اعلان کړې ده.
د خبرپاڼې له قوله، دواړو خواوو ټینګار وکړ چې «له ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کې د سولې او ثبات تامنېدو لپاره دوامدار او منظم تعامل حیاتي ارزښت لري.
Views: 7