ټاکل شوې سبا (پنج‌شنبه) د هرات پاشدان بند په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو او برېښنا وزارت رسنیو ته په رالېږل شوې بلنلیک کې ویلي، د هرات د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند د اوبو لګولو او برېښنا تولید پروژه ګټې اخیستنې ته سپاري.

پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته په ۲۵ کیلومترۍ کې د یاد ولایت د کرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري او د مسوولو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه بند به چې ۷۴ متره لوړوالی لري، د ۵۴ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو، د دوه میګاواټه د برېښنا د تولید او د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت ولري.

د هرات اوسېدونکي د دې پروژې د پرانېستل کېدو هرکلی کوي او وايي، د پاشدان بند په جوړېدو سره اوس د هرات ښار د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړوالي هیله هم ډېره شوې ده.

بلخوا، د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام‌جار پرون په یوه ولسي غونډه کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې سیمه‌ییزه اداره به د دې ولایت د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول حل کړي.

Views: 9