د غزې عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.
الجزیرې د غزې د عامې روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې پر غزه د اسرائیل د بریدون په دوام، په کلابنده سیمه کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د لوږې له امله د مړه شوو شمېر د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون ۲۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.
د یادونې ده، د اسرائیل له لوري غزې ته د مرستو د مخنیوي له امله د خوراکي توکو سخت کمښت او د بیو څو برابره لوړېدو د میلیونونو فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
Views: 8