د کاناډا په اونټاریو، میسیساګا ښار کې د یوې ځانګړې ستاینغونډې په ترڅ کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې، اغلې شینکۍ کړوخېل د ژوند او هڅو ستاینه وشوه.
غونډه د افغان ټولنې د ګڼ شمېر مخکښو څېرو په حضور کې ترسره شوه، چې په کې د ولسي جرګې پخواني غړي، د حکومت پخواني وزیران، سیاسي او ټولنیز فعالان، د رسنیو استازي او د مدني ټولنو استازي شامل وو.
په مراسمو کې د شینکۍ کړوخېل د ژوند او سیاسي مبارزې مستند هم خپور شو، چې د هغې د هڅو، خدمتونو او نړیوال ډیپلوماټیک رول یو ژور انځور وړاندې کوي.
وروسته له دې، د غونډې ویناوالو د اغلې شینکۍ کړوخېل په مبارزه، شخصیت او لاستهراوړنو باندې خپل نظرونه او ارزونې هم وړاندې کړې.
بشپړ مراسم د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شي.
Views: 11