په تورخم ښارګوټي کې افغان کميسار وايي، په پاکستان کې هغه افغانان چې پاسپورټ او ويزه نه لري، کولی شي تر يوې مياشتې پورې د تابعیت په تذکرو خپل هېواد ته راشي.
د تورخم کمیسار مولوي عصمتالله یعقوب وايي، هر هغه افغان چې پاسپورټ او ویزه ونه لري، کولای شي تر یوې میاشتې پورې د تورخم بندر له لارې د تابعیت په تذکره افغانستان ته پرته له مشکلاتو او ستونزو راشي.
نوموړي زياته کړه، د تورخم دروازې تړل کېدو له امله چې له پاکستاني چارواکو سره کوم مذاکرات شوي، د هغو په پایله کې دې هوکړې ته رسېدلي چې تر يوې مياشتې پورې به افغانان له پاکستانه پرته له پاسپورټ او ويزې خپل هېواد ته راتلای شي.
سيدمحمد چې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی او څه موده مخکې پاکستان ته د خپل زوی درملنې لپاره تللی و او پرون بېرته هېواد ته راستون شوی، وايي، ګڼ افغانان د تورخم له لارې له پاسپورټ پرته هېواد ته راتلل.
هغه زياته کړه: «ماسره پاسپورټ موجود و، ويزه هم وه، خو ډېر افغان چې خبر شوي وو چې په تذکره خلک پرېښودل کېږي، نو هغوی را روان وو، له کومې ستونزې پرته ورته اجازه ورکول کېده.»
دا په داسې حال کې ده چې تورخم دروازه د تېرې جمعې په ورځ سهار اته بجې له لس ورځې بندېدو وروسته د مسافرو او ترانزيټ پر مخ پرانيستل شوه.
مسوولين وايي، دغه دروازه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته وتړل شوه، سرچینو ویلي وو چې لومړی پاکستاني پوځيانو پر افغان لوري ډزې وکړې.
بلخوا د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځي، پر یوه اغېزناکه پالیسي موافقه شوې او بېرته به له کرښې واړول شي.
Views: 708