د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، تورخم ته له پاکستانه راوارد شوي ۱۵ ټنه ليمو چې د استفادې وړ نه وو، بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیمو افت وهلي وو او د قرنطین مدیریت له لوري بېرته ور ورګرځول شول.
د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د مقرراتو پر بنسټ هېواد ته باکيفیته او صحي مېوې او سبزيجات وارد کړي، څو د خلکو روغتیا له هر ډول خطره خوندي پاتې شي.
له دې مخکې هم څو ځلې په تورخم کې دغه ډول بېکیفیته توکي د یاد ریاست له لوري بېرته پاکستان ته مسترد شوي دي.
Views: 8