د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اګست په ۱۵مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د امریکا په الاسکا ایالت کې لیدنه وکړي څو د اوکراین د درې نیم کلنې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې اترې وکړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي په ګډون ټول اړخونه د اوربند هوکړې ته نږدې شوي؛ دا داسې هوکړه ده چې ښايي د اوکراین د ځینو سیمو د سپارلو غوښتنه هم پهکې شامله وي.
هغه د سپینې ماڼۍ خبریالانو ته ویلي، په دې هوکړه کې به «د دواړو خواوو په ګټه د ځمکو تبادله» هم شامله وي.
کرملین دا لیدنه تایید کړې او ویلي یې دي چې دواړه مشران به د اوکراین د کړکېچ لپاره پر سولې او دوامداره حللارې موندلو تمرکز وکړي.
زلینسکي هم په خپله وینا کې ویلي، که پر روسیې کافي فشار واچول شي نو اوربند ته لاسرسی ممکن دي.
پوتین د اوکراین څلور ولایتونه لوهانسک، دونتسک، زاپوریژیا او خرسون او دغهراز د کریمه ټاپو وزمه چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې خاورې ته ورګډه شوې وه، خپل ملکیت بولي خو روسي ځواکونه پر یادو ټولو سیمو بشپړ کنټرول نه لري.
له دې مخکې د بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی و چې امریکايي او روسي چارواکي هڅه کوي داسې موافقې ته ورسېږي چې پر تصرف شوو سیمو باندې د روسیې کنټرول تثبیت کړي خو د سپینې ماڼۍ چارواکو دغه راپورونه «اټکل او اوازې» بللې دي.
دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک هم ویلي چې د جګړې د درېدو نښې ښکاري او اوکراین غواړي اروپايي هېوادونه د اوربند او وروستۍ سولې په موافقه کې برخه ولري.
Views: 6