افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان میلادي کال د جولای تر ۲۶مې یو میلیون او ۶۶۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
اوچا نن (پنجشنبه) په یوه راپور کې لیکلي، د یادو کډوالو له ډلې ۱.۲۸ میلیون کسان له ایرانه او ۳۸۹ زره نور له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي، یوازې د جولای له لومړۍ نېټې تر ۲۶مې پورې شاوخوا ۵۳۹ زره کسان له ایرانه راستانه شوي چې دا د هغو ټولو کسانو نږدې درېیمه برخه جوړوي چې تر اوسه له ایرانه راستانه شوي دي.
اوچا زیاتوي، د راپور د مودې په اوږدو کې (له ۲۰ تر ۲۶ جولای) هره ورځ له ایرانه د راتګ شمېر په منځنۍ توګه ۱۱۰ زره کسان وو، په داسې حال کې چې له پاکستانه هره ورځ شاوخوا ۱۱۰۰ کسان راستانه شوي دي.
اوچا څرګنده کړې، تمه کېږي چې له پاکستانه د کډوال راستنېدنه په راتلونکو میاشتو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له لوري د جولای په ۳۱مه د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه د یوه قانوني فرمان له لاسلیک کېدو وروسته زیاته شي.
په راپور کې لیکل شوي: «دغه فرمان تایید کړل چې د (PoR) کارتونو اعتبار به د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۳۰مه پای ته ورسېږي او وروسته له هغه به د PoR کارتلرونکو کسانو پاتې کېدل ناقانونه وي. اوس مهال شاوخوا ۱.۴ میلیون افغانان چې د لنډمهاله استوګنې کارتونه لري، په پاکستان کې پاتې دي.»
پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له خوا د PoR کارتلرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دغه اقدام به د پاکستان له هغو ژمنو سره په ټکر کې وي چې د کډوالو د منلو برخه کې یې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د (زمري په ۸مه) ویلي وو، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه نږدې دوه میلیون کسان افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۸ میلیون کسان په زور له ایرانه ایستل شوي دي.
Views: 8