ملګرو ملتونو له مرستهکوونکو غوښتي چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه د ستنېدونکو ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره بودجه ډېره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې څانګې نن پر خپله اېکسپاڼه له بسپنه ورکوونکو غوښتنه کړې چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه ستنېدونکو ښځو او نجونو لپاره دې تمویل ډېر کړي.
سرچینې ټینګار کړی چې د هغو ښځینه مرستندویانو باید ملاتړ وشي چې افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي.
ملګري ملتونه ویلي: «موږ له بسپنهورکوونکو غوښتنه کوو چې غوښتنې ته مو غوږ ونیسي او له موږ سره مرسته وکړي.»
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) دوه ورځې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې له ایرانه د افغان کډوالو پراخ راستنېدنه په پولو کې پر خدمتونو او امکاناتو فشار زیات کړی او د مالي منابعو کمښت د مرستندویو بنسټونو چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له ایرانه نږدې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال راایستل شوي دي.
Views: 2