د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې هېواد به یې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړي وزیر یاده پرېکړه د اوتاوا په دریځ کې یو مهم بدلون بولي څو د دواړو هېوادونو حللارې خوندې شي.
کارني په یوه خبري ناسته کې ویلي: «کاناډا پرېکړه کړې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع په ۸۲مه ناسته کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.»
د هغه په وینا، یاده پرېکړه د فرانسې او برېتانیا له وروستیو اعلامیو سره یو ډول ده؛ هغو هېوادونو چې ویلي یې دي غواړي په همدې نړۍواله ناسته کې ورته اقدام ترسره کړي.
هغه ټینګار کړی چې یاد ګام په حکومتي نظام کې بنیادي اصلاحاتو ته د فلسطین ادارې په ژمنتیا او په ۲۰۲۶ کال کې د سراسري ټاکنو ترسره کېدو پر بنسټ اخیستل کېږي.
د کاناډا لومړي وزیر دغهراز د اسرائیل دولت سیاستونه غندلي چې په غزه کې د «یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو لامل شوي» او ټینګار یې کړی چې کاناډا دغه کړنې نه مني او د ملکیانو حقونو ته د درناوي، د سیمې امنیت او ثبات غوښتونکی دی.
بلخوا، اسرائیل ویلي چې د کاناډا دغه اقدام «حماس ته یو انعام» دی.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې ۸۲مه ناسته راتلونکې میلادي میاشت په نیویارک کې ترسره شي.
Views: 8