د کرکټ اسیایي شورا د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام شلاوریزو سیالیو مهالوېش او د لوبډلو ګروپونه اعلان کړل؛ د دغه مهالوېش له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له هانګکانګ، بنګلهدېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې سیالي کوي.
دغه سیالۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر په نهمه د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د اتو هېوادونو لوبډلو په ګډون پیل شي؛ په دغو هېوادونو کې افغانستان، هانګکانګ، بنګلهدېش، سریلانکا، پاکستان، هند، عمان او کوربه امارات شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په نهمه له هانګکانګ، دویمه سیالي به د سپټمبر په ۱۶مه له بنګلهدېش او درېیمه به بیا د سپټمبر په ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.
د اسیا جام پایلوبه به د سپټمبر په ۲۸مه ترسره شي.
د کرکټ اسیا جام سیالۍ هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې اتلولي د هند لوبډلې ګټلې وه.
Views: 13