د تهران د ودانیزو چارو د کارګرانو ټولنې مشر ویلي چې له ایرانه د افغانانو له ایستل کېدو سره د دغه هېواد ساختماني صنعت د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوی او ځینې پروژې ځنډېدلې؛ په داسې حال کې چې د ایراني کارګرانو ګومارل به وخت او ډېر لګښت ته اړتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته زور ورکړی او د راپورونو له مخې، هره ورځ له دغه هېواده زرګونه کسان افغانستان ته راستنېږي.
د ایران «عصر» خبري تحلیلي سایټ د راپور له مخې، د تهران د ودانیزو چارو د کارګرانو ټولنې مشر ایرج رهبر ویلي چې په تهران کې د ودانیزو چارو څه باندې ۵۰ سلنه کارکوونکي افغانان وو او د هغوی ایستل په ودانیزو چارو کې د کاري ځواک کمېدو لامل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې له ایرانه د افغان کارګرانو له ایستلو سره ودانیزې چارې کمې شوې او ځینو پروژو کې ځنډ راغلی دی.
د هغه په وینا، د افغانانو پر ځای د ایراني کارګرانو ګومارل ډېر وخت نیسي او لګښتونه هم لوړوي، په ځانګړې توګه د «نهضت ملي مسکن» په څېر پروژې چې بیې او هوکړهلیکونه یې دوه کاله مخکې ټاکل شوي او د بیو د بدلون امکان یې نشته.
هغه دغه راز ویلي چې په ساختماني چارو کې د ایراني کارګرانو معاش د افغان کارګرانو د معاش په پرتله دوه برابره لوړ دی او افغان کارګرانو د کم معاش سربېره د ټولنیز خوندیتوب بېمې لپاره څه لګښت نه درلود، له همدې امله کارګومارونکو به د افغان کارګرانو ګومارلو ته ترجیح ورکوله.
Views: 2