د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی پروېز سهار نن له خپل بوسنیایي سیال سره لوبه ترسره کوي.
پروېز سهار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی ترمنځ لوبه نن شنبې د شپې اتهنیمې بجې د جرمني په هامبورګ ښار کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: «زما سیال اصلاً د بوسنیا هېواد دی خو اوس په جرمني کې اوسېږي.»
نوموړی وایي چې سیال یې پیاوړی دی خو لوبې ته پوره چمتووالی نیولی او هیله لري چې ماته ورکړي.
د یادونې ده، پروېز سهار له دې مخکې پنځه لوبې ترسره کړې چې درې یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.
Views: 4