پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمنځ درېاړخیزو شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ په اړه خبرې وروستۍ شوې او ټاکل شوې یادې لوبې له اسیا جام مخکې ترسره شي.
د پاکستان جیو سوپر ټلوېزیون په یوه راپور کې د سرچینې له قوله لیکلي چې د پاکستان، افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ پر سر خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.
په راپور کې راغلي چې د کرکټ اسیایي شورا د غړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ عمومي غونډه نن پنجشنبې د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره کېږي.
سرچینې زیاته کړې چې د کرکټ اسیایي شورا کلنۍ غونډې په څنډه کې به د یادو لوبو بشپړ مهالوېش او د سیالیو ځای به په رسمي ډول اعلان وشي.
په راپور کې راغلي چې ټاکل شوې د یادو لوبو لړۍ به د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام له پیل وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پیل کې ټاکل شوې وه چې پاکستان به له افغانستان سره په اګسټ میاشت کې دوه اړخیزه شلاوریزه لوبلړۍ ترسره کړي، خو د پاکستان کرکټ بورډ وړاندیز وکړ چې یادې سیالۍ دې په درې اړخیزړ بدلې او اماراتو ته دې انتقال شي.
په راپور کې زیاته شوې، په متحده عربي اماراتو کې د یادې لوبلړۍ ترسره کولو موخه د اسیا جام له سیالیو مخکې د سیمې له هوا او شرایطو سره د لوبغاړو بلدتیا ښودل شوې.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات د تېرې غبرګولي میاشتې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د کرکټ ملي لوبډله به روان کال د پاکستان، بنګلهدېش، زمبابوې او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د شلاوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.
هغه زیاته کړې وه چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان له لوبډلې سره د دغه هېواد په کوربهتوب درې شلاوریزې لوبې ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره شي.
Views: 7