د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر دې په تدریجي ډول ترسره شي څو د دغه هېواد پر حکومت فشار را نه شي.
د ایرنا اژانس د راپور له مخې، د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي پرون (سهشنبه) د ایران د کورنیو چارو له وزیر سکندر مومني سره لیدلي دي.
د راپور له مخې، په یاده لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د ایران له لوري د دغه هېواد په ګډون د طالبانو او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازي په ګډون د درې اړخیزې ناستې غوښتنه، د نړۍوالو سازمانونو له لوري د مالي مرستو زیاتېدو، د افغان کډوالو د سمبالښت او د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې اترې شوې دي.
ګرانډي په یاده لیدنه کې ویلي: «د ایران له اسلامي جمهوریته زموږ غوښتنه دا وه چې د افغان وګړو د ستنولو بهیر دې په تدریجي توګه ترسره شي څو د افغانستان پر اوسنیو چارواکو ډېر فشار وارد نه شي؛ ځکه دغه هېواد لا هم په داسې حالت کې دی چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه په یو وخت کې د دومره خلکو د جذب وړتیا نه لري.»
هغه څرګنده کړې: «زه ایران ته له سفر مخکې په افغانستان کې وم، حالات مې له نږدې وڅېړل او بیا ایران ته راغلم، څو وکولای شو د ساحوي مشاهداتو پر بنسټ د ایران له دولت سره دقیقې خبرې وکړو.»
د یادونې ده، ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو اخراج پیل کړی او له یوې میاشتې په کمه موده کې څه باندې نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 2