د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په شمالي سولاوسي جزیره کې په یوه کښتۍ کې د اورلګېدنې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سياېناېن د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یوې کښتۍ چې سلګونه کسان پهکې سپاره وو، پرون (یکشنبه) د اندونیزیا سولاوسي جزیرې سره نږدې سمندر کې اور اخیستی چې له امله یې د یوې میندوارې مېرمنې په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور کې راغلي چې څه باندې ۲۸۰ مسافر او د کښتۍ کارکوونکي ژغورل شوي او د تخلیې هڅې لا هم روانې دي.
د راپور له مخې، د ژغورنې په عملیاتو کې ځایي کبنیوونکي هم شامل وو، یو شمېر هغه کسان چې د ژغورنې واسکټونه یې پر ځان وو او د اوبو څپو شاوخوا جزیرو ته وړل، ژغورلي دي.
د ټپیانو هيڅ راپور نشته او د کښتۍ د کارکوونکو او مسافرو دقیق شمېر هم معلوم نه دی.
چارواکو زیاته کړې چې د یادې اورلګېدنې لامل به وڅېړي.
Views: 1