د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو په لړ کې د بحرین، کويټ او سکاټلنډ لوبغاړو ته ماته ورکړې او خذفي پړاو ته یې لاره موندلې ده.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د هېواد د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ د شپږو بالونو برخه کې خپل کوېټې سيال ته د ۴ – ۱ نومرو، بحريني سيال ته ۴ – ۰ او سکاټلنډي سيال ته د ۴ – ۳ نومرو په توپير ماته ورکړه او حذفي پړاو ته ووت.
المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي چې د افغانستان په استازولۍ صالحمحمد محمدي د لویانو او احمدنعمان نعمان د نوو ځوانانو کټګوریو کې کډون کړی دی.
د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربهتوب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.
د یادونې ده، د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي له دې مخکې د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې د بحرین او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه او د متحده عربي اماراتو د لوبغاړي پر وړاندې یې ماتې خوړلې وه.
Views: 8