د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز په غزه کې د ډاکترانو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو پرون د غزې په شمال کې پر هغو فلسطینیانو ډزې کړې چې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې تېره ورځ اسرائیل له هغو سيمو د فلسطینیانو د ایستلو امر ورکړی چې بېځایه شوي کسان پهکې مېشت دي.
د راپورونو پر بنسټ، غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیله راهیسې نږدې ۵۹ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۴۱ زره کسان ټپیان شوي دي.
Views: 6