۱۴۰۴/۴/۲۸
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته،
موږ – ستاسو افغان هیوادوال: پلرونه او میندې، وروڼه او خویندې، سپینږیري او ځوانان دا غوښتنه د خواخوږۍ او يو هیله من زړه سره وړاندې کوو.
ډیر افغانان به ستاسو سره سیاسی ستونزی او اختلافات لری خو دلته موږ د مخالفت یا دښمنۍ له مخې نه، بلکې د یو ملت، یو دين، او ګډ برخلیک له مخې خبرې کوو.
نن ورځ، موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې، د خپلو لوڼو پر مخ د زدهکړې دروازې بیا پرانیزئ – دا غوښتنه د کوم بهرني فشار له مخې نه ده، بلکې د اسلام له سپېڅلو ارزښتونو، د افغانانو له تاریخ، او د بشري حقونو له اصولو څخه راولاړه شوې ده.
زدهکړه: یو الهي امر دی، نه امتیاز
د قرآن کریم لومړۍ کلمه وه:“اقْرَأْ” ولوله (سورة العلق ۹۶:۱)
رسول الله ﷺ فرمایي: د علم زدهکړه پر هر مسلمان (نارینه او ښځینه) فرض ده (ابن ماجه ۲۲۴ – صحیح حدیث)
د اسلام په تاریخ کې ښځو نه یوازې زدهکړې کړې دي، بلکې عالمانی، لیکوالانې، ښوونکې او د علم مشرانې هم وې. د نړۍ لومړۍ پوهنتون القرئویین د یوې مسلمانې ښځې فاطمه الفهري له خوا په ۸۵۹م کال کې تاسیس شو.
نو ولې باید زموږ افغان لوڼې له هغه حق څخه بېبرخې پاتې شي، چې اسلام ورکړی دی؟
افغان ښځې تل د عزم، ایمان او غیرت سمبول وې
زموږ تاریخ ښيي:
- د میرویس نیکه مور د مشورې او عقل له لارې خپل زوی د خپلواکۍ پر لاره روان کړ.
- د احمد شاه بابا مور هغه ته الهام ورکړ چې د یو پیاوړي افغانستان بنسټ کېږدي.
- د میوند ملالې له وسلی پرته، د غیرت او جرأت علم پورته کړ.
د افغان وطن نننۍ لوڼې د همدغو مېرمنو وارثانې دي. دوی انقلاب نه غواړي، بلکې اجازه غواړي چې خپل دین، وطن او ولس ته خدمت وکړي.
که زدهکړی بندې وي نو سبا به څوک خدمت کوي؟
که زموږ لوڼې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شي:
- سبا به څوک زموږ میندو ته ډاکترانې شي؟
- زموږ ماشومانو ته به ښوونکې شي؟
- او څوک به د هېواد او ټولنی معمارانې او پوهانې شي؟
د نړی په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځې د اسلامي چوکاټ دننه زدهکړې کوي.
نو ولې افغانستان نشي کولی چې یو افغاني او اسلامي ماډل جوړ کړي – چیرې چې هم ایمان خوندي وي او هم علم؟
ملي مرکه نه سیاسي اپوزیسیون دی، نه فتنه – دا یوه ولسي هڅه ده چې د افغانانو تر منځ یووالی، اعتماد او د حل لارې پیدا کړي.
موږ تاسو ته بلنه درکوو چې دا ولسي غږ واورئ. دا نه بغاوت دی، نه سیاسي فشار – نه بهرنۍ اجندا بلکې د یو الهي، افغاني او انساني حق د بیرته ورکولو غوښتنه ده.
ملي مرکه – د ملي یووالي، سولې او پرمختګ لپاره
د اړیکو شمېره: +49 157 3405 4298
بریښنالیک: [email protected]
Views: 36