د راپورونو له مخې، د ویتنام په شمال کې د «ها لونگ» په خلیج کې د سیلانیانو یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه شوي او ۵ نور لادرکه دي.
الجزیرې راپور ورکړی، یاده کښتۍ چې ۴۸ مسافر او پنځه د کښتۍ کارکوونکې پهکې سپاره وو، شنبې له غرمې وروسته د «ها لونگ» خلیج له اوبو د تېرېدو پر مهال چپه شوې ده.
راپور کې راغلي چې د دې کښتۍ د سپرلیو له ډلې څه باندې ۲۰ ماشومان وو.
د ویتنام رسمي خبري اژانس ویلي، د ژغورنې ډلې وکولای شول د شنبې تر ماښامه د لسو کسانو او د یکشنبې تر سهاره د ۳۷ کسانو جسدونه له اوبو راوباسي.
سرچینې لیکلي، د ژغورنې عملیاتو دوام پیدا کړ او چپه شوې کښتۍ ساحل ته لېږدول شوې او اکثره مسافر د هانوی ښار کورنۍ وې چې د تفریح لپاره دې سیمې ته راغلې وې.
د ویتنام لومړي وزیر فام مین چین د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ مرابت وړاندې کړي او امر یې کړی چې د دې پېښې علت دې جدي وڅېړل شي او د هر ډول احتمالي سرغړونې پر وړاندې دې پرېکنده چلند وشي.
Views: 4