د راپورونو له مخې، ترکیه کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې خبر ورکړی خو سوري او اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
الجزیرې راپور ورکړی چې ترکیه کې د متحده ایالتونو سفیر ټام باراک د سوریې او اسراییلو ترمنځ د اوربند په اړه له هوکړې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یاده هوکړه د واشنګټن په ملاتړ او د اردون، ترکیې او د سوریې د نورو ګاونډیو هېوادونو په هرکلي ترسره شوی دی.
باراک له ټولو ښکېلو ډلو لکه دروزیو، بدویانو او سنیانو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د یوه نوي، متحده او سولهییز سوري هویت جوړولو لپاره د هېواد له نورو اقلیتونو سره مرسته وکړي.
د سوریې او اسرایيلو چارواکو تر اوسه په ښکاره ډول د دې هوکړې په اړه نظر نه دی ورکړی.
Views: 8