د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پرون پنجشنبې په غزه کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، په وژل شوو کې هغه اته کسان هم شامل دي چې د بشري مرستو لېږدوونکو موټرو د ساتنې دنده یې پر غاړه درلوده.
په راپور کې د حماس د دوو چارواکو له قوله راغلي، سره له دې چې اسرائیلي پوځ په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی خو هیڅ پرمختګ یې نه دی کړی.
Views: 1