د انګلیستان «ايسېکس» نړۍوال پوهنتون د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړي وليمحمد نوري ته د هغه ورزشي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو ته د درناوي په پار افتخاري دوکتورا ورکړې ده.
وليمحمد نوري نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، له ډېرو زیار او بېلابېلو فعالیتونو وروسته په انګلیستان کې «Essex» نړۍوال پوهنتون، ده ته افتخاري دوکتورا ورکړه.
هغه زیاته کړې: «دا ویاړ دې ټول افغان ولس ته ډېر ډېر مبارک وي.»
هغه زیاته کړې، د دوکتورا د ورکړې مراسمو کې د انګلیستان ګڼو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
Views: 4