د المان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناهغوښتونکي یې له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې لېږلي دي؛ بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او په دې برخه کې یې د قطر له دولته د همکارۍ له امله مننه کړې ده.
د المان رسنیو راپور ورکړی، د دغه هېواد حکومت د جمعې په ورځ تایید کړه، یوې الوتکې چې اخراجي افغان پناهغوښتني پهکې وو، له المانه کابل ته الوتنه وکړه.
د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نن (جمعه، د جولای ۲۸مه) یوه الوتکه چې ۸۱ ايستل شوي افغان پناهغوښتونکي پهکې سپاره وو، د دغه هېواد د لایپزیګ له هوايي ډګره الوتنه کړې ده.
د دویچهوله په راپور کې د سرچینو له قوله ویل شوي چې په دې الوتنه کې هغه پناهغوښتونکي سپاره وو چې جرمونه یې ترسره کړي وو او دا الوتنه د قطر حکومت په همکارۍ تنظیم شوې ده.
ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان او المان ترمنځ له خبرو اترو وروسته د هغو ۸۱ افغانانو د بېرته راستنېدو اسناد چې له المانه راایستل شوي، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له خوا له اصولي پړاوونو وروسته چمتو شوي او ټاکل شوې نن کابل ته راورسېږي.
هغه وایي، د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د قطر دولت له اغېزناک رول او ښې همکارۍ مننه کوي او ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې به خبرې اترې دوام ومومي څو د ټولو افغانانو لپاره شفاف او معیاري قونسلي خدمتونه تضمین شي.
Views: 1