د راپورونو له مخې، پاکستانیو پولیسو له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې شاوخوا ۵۴۵ افغان کډوال نیولي دي.
دا افغانان د کراچۍ ښار له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي او تر ټولو ډېر ۱۵۴افغانان د کراچۍ له ختیځې ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.
د کراچۍ پولیسو ویلي چې ۹۷ افغانان یې له ملیر، ۹۰ یې کورنګي، ۷۵ یې په مرکز او ۵۶ نور یې په کیماړۍ کې نیولي دي.
بلخوا، د نیول شوو افغانانو مدافع وکیلانو ویلي، په یادو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې قانوني اسناد لري.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو نيول وروسته له هغه پیل شول چې په د سپتمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل چې له لومړي وزیر سره یې د غیرقانوني افغان کډوالو پر نیولو خبرې کړې دي.
هغه ادعا کړې وه چې دغه غیرقانوني افغانان په بېلابېلو جرمونو تورن دي.
د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله او مدني فعاله منیزه کاکړ وايي، په تيرو څو ورځو کې هغه او څو نور وکيلان د کډوالو د وکالت لپاره عدالت ته وړاندې شوي او ځینو محکمو قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال خوشې کړي، خو ځینو محکمو بیا نیول شوي کسان زندانونو ته لیږلي دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېناېچسيار) وايي، په کراچۍ کې د افغان کډوالو له نیولو خبر دي او د پاکستان له حکومت سره یې دغه موضوع شریکه کړې ده.
دغې ادارې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغان کډوالو ځورولو لړۍ ودروي.
Views: 26