مسوولین وايي چې له شاوخوا دوو اونیو ځنډ وروسته د خوست د غلامخان لاره بېرته د باروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه، خو د افغان سوداګرو په خبره، د دې لارې تړل کېدو له امله یې سلګونه میلیونه افغانۍ زیان کړی دی.
د غلامخان لار چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د پاکستان له لوري تړل شوې وه، نن سهار (د چنګاښ ۲۵مه) بېرته خلاصه شوه.
د سرحدي پوليسو د رياست وياند عابدالله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لار يوازې د ۱۵ ورځو لپاره خلاصه شوې ده.
دغه راز، افغان سوداګر وايي چې په تېرو دوو اونيو کې د غلامخان بندر لارې په تړل کېدو سره له ډېر زيان سره مخ شوي دي.
د خوست يوه سوداګر انور افغان پژواک ته وويل: «دواړه هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان بايد دا لار د «اپټا» تړون له مخې د ترانزيټ پر مخ خلاصه وساتي.
د هغه په وينا، له يو ناڅاپي بندېدو او خلاصېدو سره هر ځل سوداګر او خلک ګڼ مالي زيان ويني او پر دې مهمه سوداګريزه لار بېباوره کېږي.
دی وايي: «له پاکستان سره چې موږ د ترانزيټ کوم اصول لرو، د هغو مطابق بايد وچلېږي، نه دا چې د پنځو کسانو خبره جوړېږي، يو دم لاره بنديږي او يو دم بيا خلاصېږي، هيله مو دغه ده چې د دې لپاره يو سم ميکانيزم جوړ کړي او منظم پروسیجر باندې لاره دوامداره خلاصه شي او بيا که بنديږي هم، څو ورځې مخکې بايد تجارانو ته خبر ورکړل شي.»
يو بل سوداګر انور تڼي پژواک ته وويل، کوم سياست چې پاکستان د تجارت برخه کې غوره کړی، د تجارت د نړۍوالو اصولو خلاف دی.
دی وایي، هر وخت چې په افغانستان کې د تازه مېوې او سبزیجاتو د حاصلاتو وخت رارسېدلی، پاکستان د غلامخان بندر لارې بندېدو ته بهانې لټولې دي.
د نوموړي په خبره: «له افغان حکومته دا غواړو چې له پاکستان سره د تجارت برخه کې خبرې وکړي، تجارت او سياست سره ونه تړي، که بيا په دا ډول وي نو دا لار بیا هر وخت بنده ښه ده او موږ ته یې له خلاصولو څخه په بندولو کې ډېره فايده ده.»
په همدې حال کې د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزي وويل چې په تېرو دوو اونيو کې افغان سوداګرو د غلامخان بندر لارې له تړل کېدو سره سلګونه ميليونه افغانۍ مالي زيان وليد.
نوموړي زیاته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې، هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۵۰۰ باروړونکي سوداکريز موټر تګ راتګ کوي.
هغه دغه راز زياته کړه، کوم سياست چې پاکستان د افغان سوداګرو پر وړاندې غوره کړی، د ترانزيټي او سوداګريزو قوانينو خلاف دی او دوی ته د منلو نه دی.
Views: 7