د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو، سیاستوالو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د کرکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو، د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد د ادبي ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.

د افغانستان مشهور حماسي شاعر مطیع‌الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له امله د خوست په یوه روغتون کې د ۵۴ کلونو په عمر وفات شو او نن به په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو پیغام په خپرولو سره ویلي په ډېرې خواشینۍ یې خبر تر لاسه کړی چې د هېواد «خوږژبی ولسی شاعر او د احساساتو غږ» مطیع الله تراب له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

په پیغام کې راغلي: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د نوموړي د مړینې له امله د هغه درنې کورنۍ، خواخوږو، دوستانو او د شعر او ادب مینه والو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین لیکلي: «د لر او بر پښتون افغان ولس د مینې، احساس او قربانۍ خوږژبې شاعر مطیع‌الله تراب له بده مرغه د زړه د حملې له امله له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. د ملي وحدت‌ ارمانجن تراب په خپل ژوند کې ملي وحدت ونه‌ لیده او د لر او بر د وطن اوسنیو حالاتو له امله د تراب د مرګ وصیت چې د یو نظم په بڼه یې ویلی و، پوره کېدل هم مشکل ښکاري، د تراب غم زموږ لپاره ډېر دروند دی، الله تعالی دې مطیع‌الله تراب ته د خپل جنت تر ټولو لوړ مقام ورکړي.»

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب وفات سخت متأثره کړو، له الله تعالی څخه نوموړي ته جنت‌الفردوس، کورنۍ او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړو.»

د طالبانو بل لوړپوړي چارواکي انس حقاني هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «مطیع‌الله تُراب هغه ولسي شاعر و چې د ټولنې په متن کې و او شعر یې د ولس د شعور، وجدان، هیلو او قضاوت لوړ غږ و.»

هغه زیاته کړې، که څه هم مرګ د نوي ژوند پیل دی، خو د ځینو کسانو مړینه په ټولنه کې تشه رامنځته کوي، الله (ج) دې د هغه ګور رڼا او ابدي سفر ورته اسانه کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په ډېرې خواشینۍ سره خبر شو چې د هېواد خوږژبی ولسي شاعر مطیع‌الله تراب په حق رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې، ارواښاد مطیع‌الله تراب د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول او د وطندوستۍ او یووالي پیغام به یې تل په خپلو اشعارو تر خلکو رساوه.

ده ویلي: «د خپلې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب د ارواښاد مطیع‌الله تراب کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی له درباره خدای بښلي ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.»

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ لیکلي: «په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان وتلی، ولسي او ملي شاعر مطیع‌الله تراب له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.»

ده زیاته کړې، انسان له خاورې دی او بېرته خاورې ته ورګرځي، خو داسې شخصیتونه چې د قلم، ژبې او فکر له لارې یې ولس ته خوښي، مینه، غیرت او بیداري ورکړې وي، هغه نه مري.

په تېر حکومت کې د مشرانو جرګې مشر فضل‌هادي مسلم‌یار په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، «ارواښاد تراب د لوی افغانستان ارمانجن، یو باجرئته، شجاع، ولسي او حماسي شاعر و»؛ هغه په پښتو ادب او فرهنګ کې یو داسې نوم پرېښود چې هېر به نه شي، شعرونه به یې د راتلونکو نسلونو په زړونو او ذهنونو کې د ویښتابه انګازې کوي.

ده لیکلي: «هغه تل د خپل وطن او قام درد په ډېر جرئت او ډېرو روانو، ساده او ولسي الفاظو بیاناوه؛ تراب د شعر داسې ژبه درلوده چې د مظلوم فریاد یې د ظالم پر وړاندې په زړورتیا بیاناوه، یو تاریخي، نه تسلیمېدونکی او نه تکرارېدونکی شخصیت و.»

د پوهنتون استاد اسمعیل یون پر خپله فېسبوک‌پاڼه د تراب په اړه لیکلي: «نه یوازې زما، بلکې د هر ملتپال او هېوادپال افغان په زړه کې چې څه ګرځېدل، هغه ده په خپله جادوګره ژبه بیانول؛ کلام یې له داسې هنر او داسې جوهره ډک و چې عوام پرې هم پوهېدل او خواص هم، ځوانان هم پرې پوهېدل، ماشومان او بوډاګان هم.»

هغه وايي چې عامو خلکو هم د تراب له شعره خوند اخیست او دیني علماوو هم، ادیبانو یې هم شعر خوښاوه او د بېلابېلو ذوقونو خاوندانو هم.

یون زیاتوي: «تراب یو کم‌پیدا غمی و خو په داسې وخت کې زموږ د ټولنې له ګوتمۍ ولوېد چې لا ډېر کلونه ورته زموږ د خلکو ضرورت و، ډېر وخت په کار دی چې کومه پښتنه مور کېني او بیا د خپلې مینې په زانګو کې د تراب په څېر بچی وزنګوي.»

دغه راز ادیب او لیکوال عبدالغفور لېوال لیکلي: «ارواښاد مطیع‌الله تراب ولسي شاعر و، د ولس په ژبه یې د ولس غوښتنې په رسا غږ او ځانګړي انداز بیانولې، د ده د شعر لوستلو سبک ولوله‌پاروونکی و او تر پایه د لرو برو پښتنو د ملي پیوستون له فکر څخه وانه‌وښت.»

د کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو لوبډل‌مشر راشدخان، او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو محمدنبي، رحمن‌الله ګربز او یو شمېر نورو لوبغاړو هم د تراب په مړینه خواشینې ښودلې ده.

سربېره پر دې، یو شمېر نورو حکومتي چارواکو، پخوانیو سیاستوالو او فرهنګي شخصیتونو هم د مطیع‌الله تراب مړینه یوه ستره ضایعه بللې او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړې ده.

د کوزې پښتونخوا سندرغاړي کرن‌خان لیکلي: «مطیع‌الله تراب هم له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې، څه د کمال حافظه الله ورکړې وه – انداز يې بېخي ځانګړی و، د نظم د ویلو یې خپل انداز و، خواخوږو، ملګرو، مینه‌والو او کورنۍ ته يې صبر غواړم، ټولو پښتنو ته تسلیت وایم.»

دغه راز، د یادې سیمې سیاستوال محسن داوړ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د ملي غرور نامتو حماسي شاعر، د ولس راپورته‌کوونکی ولسي دروند غږ، د پښتو ژبې روښانه لمر، د لر او بر افغان ملت د‌ زړونو او دردونو ټکور مطیع‌الله تراب حق ته ساه ورکړه.»

هغه زیاته کړې، ملي جمهوري غورځنګ د خدای بښلي کورنۍ ته جميل صبر او مرحوم ته جنتونه غواړي.

Views: 12

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi