په کاناډا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي، شهید ګیلامن وزیر د شهادت لومړی تلین او د مولانا خانزیب د فاتحې مراسم د یوې غونډې له لارې تر سره شول.
ګیلامن وزیر، چې د غورځنګ د فکري او مدني مبارزې یو مهم غړی و، تېر کال په اسلامباد کې د یوه هدفي برید له امله شهید شوی و.
یاده غونډه د مدني فعالانو، سیاسي شخصیتونو او فرهنګي څېرو په ګډون ترسره شوه، او ګډونوالو د هغه ژوند، مبارزه او فکري دریځ ته درناوی وړاندې کړ. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم غونډې ته انلاین وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پښتنو مبارزه به تر هغې دوام کوي، څو دا ولس پر خپله خاوره له ازاد، باعزته او امن ژوند برخمن شوی نه وي.
په غونډه کې ګډونوالو دا ډول مراسم د شعوري بیدارۍ یوه مهمه وسیله وبلله او د پښتنو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام ته یې اندېښنه څرګنده کړه. هغوی دا هم وویل چې د شهیدانو یاد باید یوازې احساسي نه، بلکې د عملي مبارزې الهام وي.
د دې راپور بشپړ جزییات د وصال تلویزیون په یوټیوب چینل وګورئ.
Views: 3