د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلی او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د قرهباغ ولسوالۍ په «ټولاخېلو» سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: «ناپېژانده کسان یوه کور ته ورغلي، یو کس او څلور ماشومان یې په ډزو وژلي او یو بل ماشوم یې ټپي کړی دی.»
دی وایي، د پېښې په تړاو یې څو تورن کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.
سرحدي وایي، ښایي دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې وي.
Views: 14