په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچې په بېساري ټیټېدو سره د چاپېریالساتنې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې کابل ښار ته د پنجشېر د اوبو لېږدولو پروژه کې ځنډ به پلازمېنه د اوبو له سخت کمښت سره مخ کړي؛ خو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د دې پروژې تخنیکي مطالعات، سروې او ډیزاین بشپړ شوي او د منظورۍ په موخه د سرپرست حکومت مشرتابه ته استول شوې ده.
د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د اوبو د سرچينو ناسم مدیریت او د نفوس بېساري زیاتوالی، کابل ښار له جدي چاپېریالي ستونزو سره مخ کړی دی، د اوبو کمښت د پلازمېنې کابل په یو شمېر برخو کې ګڼې کورنۍ اړ کړې څو د ساعتونو لپاره د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ټانکرونو ته په صفونو کې ودریږي او یا د اړتیا وړ اوبو پوره کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) سږ کال د غبرګولي په ۲۵مه ویلي وو چې د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او څه باندې ۱۰ میلیون کسان له ناپاکو اوبو استفاده کوي.
دغه بنسټ زیاته کړې وه چې د یو شمېر پرمختګونو سربېره، دغه ناورین پر کلیوالو سیمو، په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو ډېر فشار راوړي او ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوبو د بحران کمولو په برخه کې ځینو اقداماتو ته ژمن دي.
کابل کې د اوبو د سختېدونکې ناورین په تړاو د چاپېریال ساتنې د کارپوهانو خبرداری
د چاپېریال چارو کارپوه نجیبالله سدید پژواک ته وویل چې د کابل د اوبو بحران د اقلیمي بدلون په پرتله تر ډېره د ناسم مدیریت له امله رامنځته شوی. د هغه په خبره، په کابل ښار کې د نفوس بېساري زیاتوالی – چې په ۲۰۰۰ کال څه کم دوه میلیونه و او اوس څه باندې شپږ میلیون کسانو ته رسېدلی، د اوبو پر سرچینو د پام وړ فشار رواړی دی.
هغه زیاته کړه: «کابل ښار له کوم پلان او پروګرام پرته څه باندې څلور برابره پراخ شوی او دا چاره د دې لامل شوې چې د ځمکې لاندې د اوبو پر زېرمو ډېر فشار وارد شي او کچه یې هر کال ټیټه شي.»
هغه وویل چې د ځمکې سطحي اوبه په بشپړه توګه وچې شوې او ژورې زېرمې هم له بحران سره مخ دي، د هغه د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۱۹ کاله پورې په کابل کې شاوخوا ۴۰۰ هکتاره شنېخونې جوړې شوې چې د ټولو د اوبه کولو لپاره د ځمکې لاندې له اوبو استفاده کېږي.
سدید د موټرو مینځلو، فابریکو او د لامبو وهلو د حوضونو د مالکانو له لوري د ځمکې لاندې له اوبو بېدرېغه استفاده د اوبو د سرچینو د کمزوري مدیریت د بېلګې په توګه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې کابل ته له نورو سیمو د اوبو لېږد دغه بحران د کنټرول یوازینۍ بیړینۍ حللاره ده.
د هغه په خبره، د کابل د نفوس لپاره د اوبو شته سرچینې بسنه نه کوي او باید د پنجشېر له فرعي حوزې د کابل د خلکو د اوبو اړتیا پوره شي او دغه پروژه باید د حکومت د کار لومړیتوب وي.
سدید د شاهتوت بند پروژه هم مهمه وبلله چې کولای شي ۲.۲ میلیون خلکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي؛ که دغې پروژې ته لومړیتوب ورنه کړل شي، نو د اوبو د کمښت بحران به نور هم سخت او د ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو لامل شي.
کابل کې د ځمکې لاندې اوبه تر بحراني کچې ټیټې شوې دي
د چاپېریال او اقلیمي بدلون متخصص سیدمحمد سلیمانخېل هم پژواک ته وویل چې کابل کې د ځمکې لاندې اوبو اوسنی وضعیت ډېر خراب او تر بحراني کچې رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې د راپورونو له مخې، ښايي تر راتلونکو پنځو کلونو کابل کې د ځمکې لاند اوبه په بشپړ ډول وچې شي او دا یوه مهمه موضوع ده چې د کابل په شان یو عصري ښار اوبه ونه لري.
هغه څرګنده کړه چې د تخنیکي راپورونو پر بنسټ، هر کال د کابل د اوبو کچه تر دوو مترو ټیټیږي او دا د اندېښنې وړ موضوع ده. کابل ښار کې د اوبو کمښت څو اړخونه لري؛ یو دا چې په تېرو دوو لسیزو کې اوبه سمې نه دي مدیریت شوې او دغه راز د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې سیستم هم ناسم و.
هغه وویل: «د سطحي اوبو مدیریت نه دی شوی، د بېلګې په ډول، ډېری سطحي اوبه بېګټې ضایع شوې، پرته له دې چې وکولای شو د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کړو؛ په ټوله کې ستونزې ډېرې دي چې له امله یې کابل کې د اوبو کچه دغه وضعیت ته رسېدلی ده.»
سلیمانخېل وايي چې اقلیمي بدلون هم مهم یوه ستونزه ده؛ ځکه مخکې کلونو کې به په کابل کې واورې او بارانونه کېدل او د ځمکې لاندې اوبه به طبیعي ډول تغذیه کېدې، خو اوس اقلیمي بدلونونه د دې لامل شوي چې د ځمکې د تودوخې کچه لوړه شي، اوبو ته د خلکو اړتیا ډېره شي، ځمکه بېرته تغذیه نه شي چې دې چارې د اوبو د کمښت بحران نور هم سخت کړی دی.
دی زیاتوي چې د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په راتلونکو ۱۰۰ کلونو کې د صحرایی کېدو پر لور روان دي او له څو کلونو راهیسې سختې وچکالۍ د اقلیمي بدلونونو له امله دي.
هغه څرګنده کړه چې د ځمکې لاندې اوبو ستونزه په لنډ مهال کې نه حل کېږي خو په اوږد مهال کې باید د ځمکې لاندې اوبه بیاځلي تغذیه شي او د کابل خلکو لپاره د اوبو تامین لپاره نورې ګزینې هم شتون ولري.
سلیمانخېل هم کابل ته د پنجشېر د اوبو لېږد یو غوره بدیل وباله او له حکومته یې وغوښتل چې ژر تر ژر دغه لویه پروژه عملي کړي.
سلیمانخېل زیاته کړه، پلازمېنې ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې نه عملي کېدو په صورت کې به لا د اوبو د کمښت ناورین رامنځته شي او دغه چاره د اوبو مافیا ته زمینه برابروي څو ناپاکې اوبه د فلټر شوو اوبو په نوم وپلوري.
د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي چارو یاد متخصص وویل، باید خلکو ته هم سپارښتنه وشي څو د څښاک له اوبو په نورو برخو کې کمه ګټه پورته کړي، د ژورو څاګانو کيندنه باید ودرېږي، د معدني اوبو او غیرالکولي نوشابو شرکتونه باید له کابل ښاره لرو ساحو ته ووځي او له سطحي اوبو ګټه واخلي؛ ځکه د کابل د اوبو پر سرچینو له حده ډېر فشار دی او دغه موضوع کولای شي له پنځو کلونو کمه موده کې کابل ښار کې اوبه وچې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژه د دوه مترمکعب اوبو د لېږد ظرفیت لري چې له بشپړېدو سره به یې د کابل ښار شاوخوا دوه میلیون اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د پنجشېر سینده د اوبو د لېږد پروژه د دغه ولایت له بازارک سیمې تر ترهخېل سیمې پورې ۱۷۰ میلیون ډالر لګښت لري او چارې به یې د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د تېر کال په کب میاشت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د کابل د بېلابېلو ولسوالیو له یو شمېر مشرانو او د دغه ښار د ګذرونو له وکیلانو سره په ناسته کې ویلي وو چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او د بودجې او نورو امکاناتو په برابرېدو سره به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
د کابل اوسېدونکي: ساعتونه اوبو ته په کتار کې درېږو، حکومت دې کور په کور د نلغځونې سیسټم رامنځته کړي
د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي شیرمحمد همدرد پژواک ته وویل، د نل اوبو راتلو ته ساعتونه په تمه وي، څو خپل کور ته اوبه یوسي، په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاته کړه: «یو ساعت وخت نیسي؛ کراچۍ راولو، بوشکې پهکې ږدو، ځو له اوبو یې ډکوو او بېرته کور ته راځو؛ په دې ډول مو ډېر وخت ضایع کېږي.»
همدرد له حکومته وغوښتل چې استوګنیزو سیمو ته د نلغځونې سیسټم رامنځته کړي څو خلک په خپلو کورونو کې د څښاک اوبو ته لاسرسی ولري.
د کابل ښار د ارزانقیمت سیمې اوسېدونکي ادمخان وویل، په کومه سیمه کې چې دی ژوند کوي، ډېر خلک د څښاک اوبه نه لري، هغوی په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي څرګنده کړه: «که رښتیا درته ووایم، په کومه کوڅه کې چې زه ژوند کوم، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ دوه درې کورونه که اوبه ولري، پاتې ټوله کوڅه اوبه نه لري، خلک په کراچیو کې له ډېر لرې اوبه راوړي، حکومت باید کابل ته د پنجشېر سیند او د شاه او عروس بند اوبه را انتقال کړي او د نل سیسټم هم جوړ کړي.»
د حکومتي چارواکو نظرونه: کابل کې د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدنې لپاره لنډمهالې او اوږدمهالې طرحې لرو
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیعالله پژواک ته وویل، د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې اوبه تر ۹۰ سلنه کمې شوې او په مرکزي سیمو کې هم وچکالي ده او د ځمکې لاندې اوبه نسبتاً کښته تللې دي.
د هغه په خبره، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو وضعیت نږدې بحراني حالت ته رسېدلی او د دغه ښار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو ستونزو د حل لپاره لنډمهال او اوږدمهال پروګرامونه لري او ځيني فعالیتونه یې ترسره کړي هم دي.
عابد وویل، دغه وزارت په پام کې لري چې په لنډمهاله پروګرامونو کې د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او ګټه اخیستنه په مساوي ډول ترسره کړي، دغه وزارت توانېدلی چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر بندونه جوړ او اوبه کنټرول کړي.
هغه کابل ته د پنجشېر د اوبو لېږد پروژې ته په اشاره وویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، دغه پروژې لویې پروژې دي او معمولاً د لویو ملي پروژو تطبیق ډېر وخت ته اړتیا لري.»
نوموړي زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې د اوبو او انرژۍ وزارت توانېدلی چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږد پروژې ډیزاین، سروې او تخنیکي مطالعه ترسره کړي او دغه پروژه اوس کار ته چمتو ده او د منظورۍ لپاره د سرپرست حکومت مشرتابه لېږل شوې ده.
نوموړي هیلهمندي وښوده څو دغه پروژه منظور او د بودجې امکانات ورته برابر شي، څو کارونه یې په عملي توګه پيل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وویل، هڅه کوي څو د اوبو او انرژۍ په برخه له فعالو بنسټونو سره همکاري او همغږي ولري، خو دغه بنسټونه ډېره همکاري او همغږي نه کوي.
هغه څرګنده کړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت هیله لري څو نړۍوال بنسټونه افغانستان کې د اوبو او انرژۍ برخه کې همکاري وکړي او خپلې نیمګړې پروژې بېرته پيل کړي او دغه پروژې باید له سیاسته جلا شي.
دغهراز، د ښاري اوبو رسولو او فاضلهاوبو شرکت اجرائیوي رییس مولوي غلامالرحمن کظیم پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې دغه ریاست خلکو ته د پاکو اوبو برابرولو او د ککړو د اوبو تصفیې په برخو کې کار کوي.
هغه زیاته کړه چې اقلیمي بدلونونو پر نړۍ او افغانستان ډېر منفي اغېز کړی او دغه موضوع نه یوازې په کابل، بلکه په ټول هېواد کې موجوده ده.
هغه زیاته کړه چې د کابل په شاوخوا سیمو کې د اوبو ۸۲ سرچینې شته خو وچکالۍ او اقلیمي بدلونونه چې څاګانې یې وچې کړې، اوس یوازې ۳۸ فعالې سرچینې پاتې دي او نورې ټولې وچې شوې دي.
هغه څرګنده کړه چې د کابل ښار اوسنی ځمکه یوزې د دوه تر دوهنیم میلیون کسانو لپاره لپاره طراحې شوې ده؛ خو د تېرو جګړو او ناسمو شرایطو له امله په لرې پرتو سیمو د خلکو ژوند سخت شو او ښارونو ته کډه شول.
هغه په کابل کې د اوبو کمښت لامل د نفوس ډېروالی، اقلیمي بدلونونه، د ځمکې لاندې اوبو اغېزمنېدل او د فاضلهاوبو د څاګانو ډېرېدل بولي.
کظیم وویل چې یاد ریاست اوس د ککړو اوبو په برخه کې کار پیل کړی څو د جذبي څاګانو چې سطحې اوبه یې ککړې کړې، مخنیوی وکړي او هڅه کوي څو ککړې اوبه تصفیه او په سمسورتیا کې ترې ګټه واخیستل شي.
هغه څرګنده کړه چې د طالبانو رهبر د تصفیه خونو جوړولو لپاره د کابل په شاوخوا کې ۲۰۰ جرېبه ځمکه ځانګړې کړې او پروسه یې روانه ده څو تصفیهخونې جوړې او د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخنیوی وشي.
بلخوا، هغه زیاته کړه چې د نړۍوالو وړاندوینو له مخې، په ۲۰۳۰ کال کې به کابل ښار لومړنۍ پلازمېنه وي چې له نه شتون سره به مخ شي او پنځه کاله وخت شته څو لازم تدابیر ونیول شي او یو له دغو تدبیرونو دا دی چې د سطحي اوبو پر پروژو کار وشي.
نوموړي د شاه او عروس او شاهتوت بندونه د سطحي اوبو په توګه یاد کړل او ویلې ویل، شاه او عروس بند کار نږدې بشپړ شوی او یوه برخه یې اوبو رسولو ته ځانګړې شوې ده او د اوبو او انرژۍ له وزارت سره خبرې شوې څو دغه ریاست ته نورې اوبه هم ورکړي.
هغه زیاته کړه: «تر هغه ځایه چې موږ خبرې کړې، د پنجشېر پروژه په ټوله معنا کار ته چمتو ده او یوازې د بودجې د کمښت له امله مو کار نه دی پيل کړی؛ د اوبو او برېښنا وزارت هم له دې ستونزې سره مخ دی چې دغه پروژه تر اوسه مخ ته نه ده تللې؛ البته څه موده مخکې نړۍوال بانک چې پر لویو پروژو کار کوي، د اوبو او برېښنا وزارت له وزیر ناسته درلوده او په ځانګړې توګه یادونه ورته شوې چې دا یوه له مهمو اړتیاوو ده او په دې برخه کې دې نړۍ له موږ سره همکاري وکړي.»
هغه ټینګار وکړ چې اوبه په کابل ښار کې په عادلانه توګه وېشل کیږي او د څښاک له اوبو باید د کرنې لپاره استفاده ونه شي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو امارتي شرکت اجرئيوي رییس له هېوادوالو وغوښتل څو له دغه ادارې سره همکاري او د اوبو په مصرف کې سپما وکړي. هغه ټینګار وکړ چې خلک باید د څښاک له اوبو یوازې د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره استفاده وکړي او په غیرضروري کارونو کې یې له مصرفولو ډډه وکړي.
د خوړو نړۍوال پرواګرام د تېر کال په چنګاښ کې د یوه راپور په خپرولو ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې له اقلیمي بدلون شپږم زیانمنونکی هېواد دی او د اقلیمي بدلونونو یو لامل د ګلخانهيي ګازونو خپرېدل دي.
د هېواد د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم د تېر کال د مرغومي په ۲۶مه د اقلیمي بدلونونو د ۲۹مې نړۍوالې ناستې د پایلو او اغېزو د څېړلو په موخه «د اقلیمي بدلونونو ملي کنفرانس» تر سرلیک لاندې یوه غونډه جوړه کړې وه. په هغه ناسته کې د یوناما رییس ویلي وو چې افغانستان لا هم د اقلیمي بدلونونو له امله یو زیانمنونکی هېواد دی.
Views: 2