له جرمني تر افغانستانه د موټرسايکل کیسه
د وصال تلویزیون د “وطن خاطرې” د خپرونې په لړ کې، دا ځل مو یو ځانګړی او متفاوت مېلمه رابللی دی عبدالله میازاده، چې دا مهال په جرمني کې ژوند کوي.
میازاده څو ځله له جرمني څخه تر افغانستان په موټرسايکل سفر کړی او په دې ځانګړې خپرونه کې یې له موږ سره د دغو مزلونو خواږه یادونه او زړهراښکونکې خاطرې شریکې کړې دي.
د خپرونې په لړ کې مو له میازاده سره د افغانستان د ژوند، د مهاجرت د ستونزو او د کلتوري اړیکو پر دوام هم خبرې کړي دي.
تاسو کولای شئ دا خپرونه د وصال تلویزیون له یوټیوب چینل څخه وګورئ.
Views: 7