دکرکټ اسیایي جام سیالیو ددویم پړاو په یوه لوبه کې هند پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.
دا لوبه پرون د وږي په ۱۹مه، د یکشنبې په ورځ د سریلانکا پلازمینې کولمبو ښار کې پیل شوه، خو دباران له امله دویمې ورځې ته واوښته پاتې لوبه یې نن دوشنبه ترسره شوه.
د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هندي لوبغاړو دا ځل د پاکستان د تېز توپ اچوونک پر خلاف له یوه بشپړ پلان سره میدان ته راښکته شول او لومړنیو لوبغاړو یې د پاکستان د تیزو پیاوړو لوبغاړوښه مقابله وکړه.
د پیل لوبغاړو روهیت شرما او شبمان ګیل دواړو پنځوسیزې ووهلې او وسوځېدل، ورپسې ویرات کوهلي او کی ایل راهول راغلل او دوی دواړو هم په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو سلیزې ووهلې، کوهلي ۱۲۲ اول راهول ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې وړکړې.
دغه راز د هند لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۳۵۶ منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۲۵۷ منډو هدف ورکړ.
پاکستانیو لوبغاړو چې کله لوبه پیل کړه، نو پرله پسې یو بل پسې وسوځېدل او ټوله لوبډله یې په دوه دېرشم اوور کې په ۱۲۸ منډو وسوځېدله او دغه راز هندا د الوبه د ۲۲۸ منډو په ستر توپیر سره وګټله او ویرات کوهلي د لوې غوره لوبغاړی اعلان شو.
Views: 7