پاکستان وايي، په وروستیو نهو میاشتو کې یې افغانستان په صادراتو کې څه باندې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی او په دې موده کې یې دغه هېواد ته د څه باندې ۶۲۳میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې دا د تېر کال د ورته مودې په نسبت نږدې دوه برابره دي.
دې ته په پام، افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال په نسبت نږدې نیم میلیارد ډالر زیات شوي خو په وروستیو کلونو لیدل شوي چې پاکستان د افغانستان د صادراتي مېوو او نورو توکو پر وړاندې په سیستماتیک ډول خپل بندرونه تړلي او په دې سره یې افغان کروندګرو او سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي دي.
دا چې ولې افغانستان ته د پاکستان د مارکېټ ثبات په لاس نه ورځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ستونزه نه حل کېږي؟ نن مو پر همدې موضوع د پاکستان له یوه سوداګر او پانګهوال مذاکرشاه خان سره خبرې کړې چې ستاسو پام ورته را اړوو.
Views: 3