د پاکستان حکومت امر کړی چې د افغان کډوالو د پياوار کارتونو د تمدید په اړه دې تر وروستۍ پرېکړې د دغو کارتلرونکو پر وړاندې هیڅ ډول اقدام نه کېږي.
اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت پرون (جمعه) په یوه اعلامیه کې چارواکو ته امر کړی چې د دغو اسنادو د تمدید په جریان کې دې د هغو افغان کډوالو پر وړاندې چې PoR کارتونه لري، هيڅ ډول اقدام نه کوي.
په یاده اعلامیه کې راغلي: «دPoR کارت د تمدید موضوع د فدرالي حکومت تر څېړنې لاندې ده، ټولو ادارو او سازمانونو ته لارښوونه شوې چې تر وروستۍ پرېکړې دې د ثبت شوو افغان کډوالو له ځورونې یا هغوی سره له ناوړه چلنده ډډه وکړي.»
د راپور له مخې، په پاکستان کې له ۲.۸ میلیون ډېر افغان کډوال ژوند کوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۳ میلیون کسان د اوسېدنې لنډمهال کارتونه لري او شاوخوا ۸۱۳زره کسان د افغانستان د تابعیت کارتونه (ACC) لري.
Views: 7