د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت «د عدالت لپاره د جایزې» پروګرام د محمودشاه حبیبیي موندلو لپاره د معلوماتو ورکولو پر سر پنځه میلیون ډالره جایزه وټاکله.
د یاد پروګرام د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د محمدشاه حبیبي چې یو امریکايي سوداګر دی او د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰مه په افغانستان کې نادرکه شوی، پیدا کېدو او راستنېدو په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر پنځه میلیون ډالر جایزه ورکوي.»
مخکې له دې، د یو شمېر امریکایي سرچینو له قوله ځیني راپورونه خپاره شوي چې په هغو کې ویل شوې چې محمودشاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د غویي میاشتې په ۱۰مه له یو شمېر همکارانو سره د طالبانو د استخباراتو ادارې له لوري په کابل کې نیول شوی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (پنجشنبه) په یوې خبرپاڼه کې د محمودشاه حبیبي د نادرکه کېدو او نیول کېدو په اړه د امریکا له لوري د استخباراتو پر عمومي ریاست پورې شوي تورونه رد کړي دي.
ویاند وايي، د افغانیالاصله امریکايي وګړي محمدشاه حبیبي کورنۍ د عریضې پر بنسټ یې ټول اړوند ارګانونه کتلي خو داسې هيڅ کومه نښه یې نه ده موندلې چې هغه دې د کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.
د یادونې ده، محمودشاه حبیبي د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د ملکي هوانوردۍ ادارې د ریاست ترڅنګ بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
Views: 8