د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسرائیل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند له وړاندیز شوې طرحې سره هوکړه کړې او له حماسه یې هم غوښتي چې دغه طرحه ومني.
د رویترز د راپور له مخې، ټرمپ یاده طرحه د «وروستي وړاندیز» په توګه یاده کړې او ویلي یې دي چې دغه وړاندیز به د قطري او مصري منځګړو له له خوا حماس ته وړاندې شي.
هغه په ټولنیزو شبکو کې په یوه پيغام کې ویلي چې استازو یې د غزې د وضعیت په اړه له اسرائیلي چارواکو سره «اوږده او رغنده» ناسته درلوده او هیله یې ښودلې چې د سیمې په خیر دې حماس دغه وړاندیز ومني؛ ځکه وضعیت به له دې ښه نه شي، لا به خراب شي.»
د امریکا ولسمشر ویلي چې اسرائیل د ۶۰ ورځني اوربند د نهايي کېدو له شرایطو سره موافقه کړې، «د یادې مودې په جریان کې به موږ له ټولو خواوو سره د جګړې پای ته رسولو لپاره همکاري کوو.»
سرچینه زیاتوي، حماس اعلان کړی چې د هرې هوکړې په چوکاټ کې د جګړې پای ته رسولو لپاره چمتووالی لري چې په غزه کې پاتې یرغمل ازاد کړي.
د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل بریدونو له پیله راهیسې ۵۶ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۳۴ زره نور ټپیان شوي دي.
Views: 1