د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال د هرات د اسلامکلا بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف مشر تاجالدین اویوالي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په روانه جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۱۶۰ زره افغانان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه لیکلي، په دې وروستیو کې هره ورځ په منځني ډول له دې لارې ۲۰ زره کسان راستنېږي.
نوموړي زیاته کړې، راستنو شوو کې څلورمه برخه ماشومان دي چې له ډلې څه باندې پنځه زره سرپرستان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل ډېر شوي؛ د مسوولینو په وینا، یوازې په تېره یوه اونۍ کې له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې څه باندې ۱۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 6