کاناډا کې مېشتو افغانانو د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځ ونمانځله

جون 30, 2025

کاناډا کې د افغان کډوالو مېرمنو او کورنیو د ملاتړ موسسې (AWFSO) له خوا د WWCC او FST ادارو په همکاري د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د «ګډ ژوند، یووالی او د کډوالۍ تجربو شریکول» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه د کاناډا ارزښتونو ته د درناوي، د کډوالۍ تجربو شریکولو او د افغان کډوالو ترمنځ د پیوستون پیاوړي کېدو په موخه ترسره شوه.

په دې نمانځغونډه کې د یادې موسسې مالي مسوولې زرغونې بلوچ د پروګرام د موخو او خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې افغان مېرمنو ته په رضاکارانه ډول بې‌ساري خدمتونه وړاندې کوي.

دغه راز، د افغانستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پخوانۍ وزیرې سلامت عظیمي چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، د افغان مېرمنو د دغه نوښت ستاینه وکړه، ویې ویل چې دغه ډول پروګرامونه کولای شي د کډوالو د ژوند کیفیت لوړ کړي.

د غونډې بلې ګډونوالې زرغونې بقایي بیا په خپلو خبرو کې د کاناډا له حکومته مننه وکړه چې افغانانو ته یې یو خوندي او پر فرصتونو ولاړ چاپېریال برابر کړی دی.

هغې د کډوالۍ مهال خپلې مثبتې تجربې شریکې کړې او ویې ویل چې د کاناډا د ازادۍ ورځ د یووالي، د بشري حقونو د درناوي او له دغه هېواده د مننې ورځ ده؛ ځکه د بېلابېلو قومونو او کلتورونو خلکو ته یې د پرمختګ نوې دروازې پرانیستې دي.

همدارنګه د افغان کډوالو مېرمنو او کورنیو د ملاتړ موسسې مشرې سپوږمۍ وردک د غونډي د ارزونې په ترڅ کې وویل چې د دې ډول محفلونو له لارې غواړي ټولنه نږدې کړي، د فرهنګي تبادلې زمینه برابره کړي او افغان مېرمنې وهڅوي چې خپل هویت وساتي او د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې ودرېږي.

د غونډې فرهنګي برخه کې قاضي پښتون باسل یو احساساتي شعر وړاندې کړ چې د کډوالۍ درد، هیلې او امیدونه په‌کې انځور شوي وو.

په پای کې د دې نمانځغونډې ګډونوالو له ټولو هغو ټولنو، ادارو او کسانو مننه وکړه چې د مهاجرو ترمنځ د یووالي، باور او یو بل منلو فضا رامنځته کوي.

د کاناډا د خپلواکۍ ورځ (Canada Day) هر کال د جولای په لومړۍ نېټه نمانځل کېږي؛ په دې ورځ (د ۱۸۶۷ کال د جولای لومړۍ) درې ایالتونه، لکه اونټاریو، کویبېک او نوی برونزوېک سره یوځای شول او د کاناډا د فدرالي هېواد بنسټ یې کېښود.

د کاناډا د خپلواکۍ ورځې نمانځنه نه یوازې د ازادۍ، ګډ ژوند او د بېلابېلو کلتورونو منلو د ارزښتونو درناوی دی، بلکې په دغه هېواد کې د ټولو اوسېدونکو لپاره – که اصلي وي یا کډوال – د ویاړ، مننې او یووالي یوه ژوره یادونه هم ده.

دا ورځ دا رایادوي چې کاناډا یو داسې هېواد دی چې د بشري حقونو، تنوع، برابرۍ او ټول‌مننې ارزښتونو بنسټ یې اېښی او هر څوک د یوه روښانه راتلونکي جوړولو لپاره ونډه په‌کې اخلي.

Views: 11