د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند د خپل تاجکستاني سیال فریدونشاه نظروف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.
یاده سیالي پرون (شنبه) د المان په هامبورګ ښار په اوکتاګون سازمان کې ترسره شوه او نژند وکولای شول چې په دویم رونډ کې د سبمېشن حرکت له لارې خپل سیال ته ماته ورکړي.
په دې بریا سره واحدالله نژند خپلې بریاوې لسو ته ورسولې او دغهراز په خپله کارنامه کې دوه ماتې هم لري.
فریدونشاه نظروف تر اوسه په څلورو حرفهیي سیالیو کې ګډون کړی او په ټولو کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي.
Views: 1