اړوندو نړۍوالو ادارو په افغانستان، په ځانګړې توګه کابل ښار کې د اوبو د کمښت ناورین ټکانورکوونکی بللی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه ستونزه ژر حل نه شي، تر راتلونکو څو کلونو به کابل د نړۍ پر لومړني وچ ښار بدل شي.
د «مرسي کورپ» په نوم یوې نړۍولې ادارې په خپل تازه یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۶ میلیونه خلک د څښاک او ژوند لپاره د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د کابل ښار ۹۰ سلنه اوسېدونکي خپلې د اړتیا وړ اوبه د خپلو کورونو له څاګانو ترلاسه کوي. په وروستۍ یوه لسیزه کې د دغه ښار په بېلابېلو ساحو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۳۰ تر ۱۵۰ مترو پورې کښته شوې ده.
د کندهار، مزارشریف او هرات ښارونه هم له ورته ستونزې سره مخ دي او د هېوادو په نورو سیمو کې هم د ځمکې لاندې له اوبو په استفاده کې ډېره بېاحتیاطي روانه ده چې له امله یې د اوبو د کمښت ناورین لا پراخ شوی دی.
پر همدې موضوع مو د اوبو د مدیریت او انجنیرۍ برخې له متخصص عاصم مایار سره بحث کړی چې تاسو یې اورېدو ته رابولو.
Views: 4