د کاناډا–افغانستان سوداګریز شورا د شبکې جوړونې ناسته ترسره شوه

جون 27, 2025

د کاناډا–افغانستان سوداګریز شورا (CABC) د شبکې جوړونې ناسته د پنجشنبې په ماښام د کاناډا په اسکاربرو ښار کې جوړه شوه، چې له ۵۰ زیات افغان تاجران، پانګه‌وال او اقتصادي فعالانو په کې ګډون کړی و.

په دې ناسته کې ګډونوالو په یوه دوستانه فضا کې د ګډو سوداګریزو فرصتونو ارزونه وکړه او د راتلونکو همکاریو په اړه یې بحثونه وکړل.

عزیز امیري، د کاناډا–افغانستان سوداګریزې شورا مشر وویل، د دې ناستې موخه د افغان تجارتي ټولنې ترمنځ اړیکو پیاوړي کول او د ځایي کاروبارونو ملاتړ و.

ګډونوالو دا ناسته ګټوره وبلله او دا یې د شبکې جوړونې او د افغان سوداګرو ترمنځ د نويو همکاریو د پیل لپاره یو ښه فرصت وباله.

دا شورا هر کال ورته ناستې تنظیموي او مسؤلینو ژمنه وکړه چې دا لړۍ به روانه وساتي تر څو د افغان سوداګرو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو زمینه برابره شي او د هغوی اقتصادي حضور په کاناډا کې پراخ شي.

Views: 17