رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به راتلونکې اونۍ له ایران سره اټومي مذاکرات پیل کړي خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویټرز نن (پنجشنبه) په یوه راپور کې لیکلي، د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، احتمال لري چې د راتلونکې اونۍ په خبرو اترو کې له ایرانه د هغه د اټومي پروګرامونو پای ته رسولو غوښتنه وکړي.
هغه دغه راز د اسرائیل او تهران ترمنځ د جګړې د ژر پای ته رسېدو لامل پر ایران د متحده ایالتونو برید بللی دی.
د یادونې ده، ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 1