د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.

پر ایران د اسرائیل له برید او د ایران له متقابلو بریدونو وروسته چې نن یې یوولسمه ورځ ده، امریکا پرون د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د یاد برید په تړاو بېړنۍ ناسته وکړه.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش په یاده ناسته کې ویلي، د متحده ایالتونو له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو برید په ناپایداره منځنۍ اسیا کې «خطرناک بدلون» رامنځته کړی دی.

هغه د امنیت شورا له غړو غوښتي څو «بېړنی او پرېکنده» اقدام وکړي، جګړه ودروي او بېرته د ایران د اټومي پلانونو په اړه جدي او پایداره مذاکراتو ته مخه کړي.

د اسرائیل استازي ډیني ډنون په یاده ناسته کې ادعا کړې چې د ایران اټومي پروګرام «ډز ته چمتو ټوپک» دی.

هغه ویلي: «ایران د مذاکرې له مېزه د پوښښ او د وخت ضایع کولو تاکتیک او وسیلې په توګه استفاده وکړه، په داسې حال کې چې توغندي یې جوړول او یورانیم یې غني کول. موږ ایران ته د شاتګ لپاره هره ممکن لاره وړاندې کړه خو ایران ونه منله؛ باید شاتګ ته مجبور شوی وای.»

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي چې امنیت شورا باید د امریکا او اسرائیل پر وړاندې بېړنی او قاطع اقدام ترسره کړي او د اسرائیل اټومي تاسیسات د اژانس تر څارنې لاندې ونیسي.

هغه ویلي: «دا د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو ټول سازمان لپاره یوه تاریخي ازموینه ده، که دغه شورا د یاد ښکاره یرغل غندلو برخه کې ناکامه پاتې شي، د پلوۍ دغه لکه به یې د تل لپاره پر ټنډه پاتې وي، لکه څنګه چې د غزې په اړه پاتې ده.»

د هغه په خبره، ایران «د امریکا د دغه ښکاره یرغل او د اسرائیل استازیتوب» پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره له نړۍوال قانون سره سم خپل مشروع او بشپړ حق خوندي ساتي.

هغه زیاته کړې، د ایران د مناسب ځواب وخت، ډول او پراختیا به د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو له لوري وټاکل شي.

د امریکا استازې دوروټي شیا هم ویلي چې د امریکا پوځي بریدونه د ایران د غني کولو ظرفیت له منځه‌وړو او نړۍ ته د اټومي ګواښ د مخنیوي لپاره وو.

هغې زیاته کړې: «دغه عملیات د نړۍوالې ناامنۍ د سرچینې د له منځه وړلو او زموږ د متحد اسراییل سره د مرستې او له ځان د دفاع لپاره، د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ شوي دي.»

هغې ويلي، د دې وخت رارسېدلی چې متحده ایالات «د خپل متحد او خلکو د دفاع لپاره پرېکنده عمل وکړي.»

د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي چې امریکا په کلکه غندل کیږي – دا اقدامات «بې‌پروا، خطرناک او پاروونکې دي.»

هغه وايي چې امریکا د اسراییل د ګټو د ساتنې لپاره، نه یوازې د فلسطیني ملکي وګړو (ښځو، ماشومانو او لویانو) د وژنې په اړه بې‌پروا ده، بلکې پر ایران د برید په څېر اقداماتو سره د ټول بشریت امنیت او هوساینه په خطر کې اچوي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا رهبرۍ «عملاً او په علني ډول د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور پر وړاندې» خپله بشپړه بې‌غوري وښوده.

هغه ویلي: «موږ باور لرو چې په نړۍواله ټولنه کې به زموږ هیڅ هوښیار همکار نور پر امریکا باور ونه‌کړي – هماغه ډول د دوی دا هڅه هم د منلو نه ده چې غواړي امنیت شورا ته قناعت ورکړي چې ګواکې ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي په لټه کې دی.»

په دې غونډه کې د سومالیا د استازي مرستیال محمدربیع یوسف په منځني ختیځ کې له اټومي وسلو پاکې سیمې پر جوړېدو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ته د ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، سومالیا چمتو ده چې په منځني ختیځ کې د سولې، ثبات او امنیت د پرمخ وړو لپاره له نړۍوالې ټولنې سره همکاري وکړي.

د پاناما استازي الوي الفارو ډي البا هم ویلي: «موږ هیله لرو چې لاهم د خبرو اترو لپاره فرصت وي او دغه شورا وکولای شي هغه ته په هڅولو کې رغنده رول ولوبوي، موږ باید ټول اړخونه د یوې داسې حل‌لارې پیدا کولو ته وهڅوو څو د سترې ویجاړونکې شخړې مخنیوی وکړي.»

د برتانیا سفیرې باربارا وډوارډ ویلي: «ایران باید اوس له زغم نه کار واخلي او ټول لوري باید د مذاکراتو میز ته راوګرځي او داسې یوه ډیپلوماټیکه حل‌لار ومومي چې د ترینګلتیا د زیاتېدو مخه ونیسي او دغه ناورین پای ته ورسوي؛ دا د ټولو خواوو په ګټه ده.»

د جنوبي کوریا استازي جونکوک هوانګ هم ویلي چې د وروستیو اندېښمنوونکو بدلونونو سربېره، د جنوبي کوریا جمهوریت لاهم پر دې باور دی چې د دغه ناورین لپاره له پوځي لارو هیڅ حل‌لار نه‌شي ترلاسه کېدای.

Views: 1

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi