کاناډا کې د پشه‌يي ژبې ورځ ونمانځل شوه

جون 16, 2025

د کاناډا په مسیساګا ښار کې د یو شمېر ځوانانو، مشرانو، لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې د پشه‌يي ژبې ورځ ونمانځل شوه او د دې ژبې پر ودې، خوندیتوب او ارزښت ټینګار وشو.

دغه غونډه د افغانستان د پشه‌يي ځوانانو د ټولنې رییس حنیف‌الله پشه‌يي په نوښت جوړه شوې وه.

یاده غونډه د پشه‌يي ژبې ژوندي ساتلو، نوي نسل ته د فرهنګي میراثونو او ارزښتونو د لېږد او د پشه‌يي ټولنې ترمنځ د لا یووالي په موخه جوړه شوې وه.

دغه غونډه چې د پشه‌يي ټولنې ګڼو ځوانانو، مشرانو، لیکوالو او فرهنګیانو پکې ګډون درلود، په ارزښتناکه ویناوو، مشاعرو، موسیقۍ او هنري نندارو سره ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د نورو قومونو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مشرانو هم ګډون درلود؛ هغوی د ژبې ارزښت ته په اشارې وویل چې ژبه یوازې د خبرو وسیله نه، بلکې د یوه هېواد د هویت، فرهنګ او تاریخ یوه اساسي برخه ده.

هغوی له افغان دیاسپورا وغوښتل چې خپلې ژبې، کلتور او هویت ته ژمن پاتې شي.

د غونډې په پای کې حنیف‌الله پشه‌يي له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا ډول فرهنګي هڅې به دوام ولري څو پشه‌يې ژبه د نړۍ هر ګوټ ته ورسېږي او تل ژوندۍ پاتې شي.

افغانستان کې د پښتو او دري تر څنګ، ازبکي، ترکمني، پشه‌يي، نورستاني، بلوڅي، پامیري او نورې مروجې ژبې هم شته چې د بېلابېلو قومونو، سیمو او ولسونو د هویت، تاریخي حافظې او فرهنګي ارزښتونو استازیتوب کوي.

Views: 8