په دې وروستیو کې د یو شمېر افغان ډایسپورا ترمنځ هویتي بحثونو زور اخیستی؛ ځیني یې د افغانستان له ملي هویته په څرګنده انکار کوي او په دې برخه کې له شدید بحران سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۰۴ کال کې د ټول افغانستان څه باندې یونیم زر سیاسي، قومي، قبیلوي او مذهبي مشرانو او استازو، دغه راز فرهنګي او مدني ټولنو په لویه جرګه کې پر دې هوکړه وکړه چې ملي هویت به افغان وي او د افغانستان هر وګړي ته به افغان ویل کېږي او دغه څه یې د اساسي قانون څلورمه ماده کې درج کړ.
خو دا دی شل کاله وروسته یوه برخه همدغه افغانان چې تر ډېره په بهر کې مېشت دي، د افغانستان ملي هویت په یوه قوم پورې تړي او د دغه هېواد له ټولو ویاړونو، ارزښتونو او تاریخه ځان خلاص ګڼي خو دعوه یې بیا د هېواد پر ټوله جغرافیه ده.
سره له دې چې دوی له هېواده بهر د «افغان» په نوم پېژندل کېږي او په همدغه نوم له ترلاسه کېدونکو امتیازاتو ګټه پورته کوي، خو ځان ته د «افغان» هویت منسوبول د خپل قومي هویت د له منځه تلو به معنا ګڼي.
دا چې د دغو کسانو دلایل څومره منطقي یا غیرمنطقي دي، د دغه هویتي انکار انګېزه سياسي، نژادي که فرهنګي يا ژبنۍ ده او یا ولې په افغان ډایسپورا کې دا ستونزه پراخه ده او د دغسې ستونزو مخه څرنګه نيول کېدای شي؟ په همدې اړه مو د سولې او پرمختیايي چارو له څېړونکي مشتاق رحیم سره بحث کړی چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 5