د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز په نوښت مېشتو افغانانو لوی اختر په دودیزو خوښیو ولمانځه. هګۍ جنګ، اتڼونه، اختري او د ډبرو اچولو دودیز رواج دا اختر ځانګړی او له فرهنګي رنګونو ډک کړ. زموږ کلتور ژوندی دی، که هر چیرې یو!
د وصال ټلوېزیون خبریاله شیرنه محمدي له ګډونوالو سره د اختر د نمانځنې، د وطن د خوږو یادونو او د دې ورځې د دیني او ملي ارزښتونو په اړه خبرې کړې دي.
دغه اختریز مراسم کولای شئ د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ!
Views: 2