د کاناډا په بازارونو کې د سږ کال فېشن ننداره – افغانو شیک نجونو څه انتخاب کړل؟

جون 3, 2025

د «نړۍ کې د افغانانو کاروبارونه» ځانګړې خپرونه کې، د کاناډا په اجکس ښار کې جوړ شوی درې ورځنی اختر بازار نندارې ته وړاندې کېږي – یو بازار چې د خوښیو، دودیزو نندارو، ښکلو لباسونو، زیورالاتو، خوراکي توکو او د افغاني کلتور ځانګړیو رنګونو یو ژوندی انځور وړاندې کوي.

د خپرونې کوربه شیرني محمدي له فعالو افغانو مېرمنو، ځايي متشبثینو او غرفه لرونکو سره مرکې کړې دي، څو د ټولنې د یووالي، نوښت، او فرهنګي ښکلا ریښتینی انعکاس وړاندې کړي.

د لوی اختر په مناسبت دا بازار د مې پر ۳۰مه پرانیستل شو او تر جون لومړۍ نېټې پورې یې دوام وکړ. په بازار کې خوراکي او تفریحي توکي، دودیز لباسونه، لاسي صنایع، ځانګړي زیورات او د کورنیو لپاره ځانګړې فضا او تفریحي پروګرامونه برابر شوي وو.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون په یوټیوب چینل وګورئ!

Views: 4