د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تاجکستان ۴۹ افغان کډوال را ایستلي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د غبرګولي په ۷مه او ۸مه را ایستل شوي او د کندوز د شېرخان بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د اعلامیې له مخې، ۳۶ را ايستل شوي کډوالو په تاجکستان کې د اوسېدو سندونه او ۱۲ یې پاسپورټونه او ویزې هم لرلې.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ايستل شوو کسانو لامل معلوم نه دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې دغه کسان له ثبتېدو او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
Views: 1